د چک ولسوالۍ اوسېدونکي: د ملي اردو سرتېري د خپلو ملګرو غچ له ولس نه اخلي

د وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې خلک له ملي اردو سر ټکوي او وايي چې له تېرو څو اونيو راهيسې په دغه ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونه دوى وهي ټکوي او سپکې سپورې ورته وايي.
څو ورځې وړاندې داسې اوازې وې چې په چک کې د ملي اردو ځواکونه د چک – کابل پر لويه لاره مسافر وهي ټکوي او ان ډېرې بدې ردې ورته وايي، خو د تېرې پنجشنبې په ورځ د دغه سيمې اوسيدونکي يو ځل بيا د دغه ډول پېښې شاهد وو.
د چک ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي چې نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي وويل: (( د تېرې پنجشنبې په ورځ په داسې حال کې د دغه ولسوالۍ په انبوخاک سېمه کې د ملي اردو د ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه موږ له دغه ډول پېښې سره مخ شو.))
نوموړى زياتوي : څه باندې دوه ساعته کيدل چې په دغه سيمه کې د ملي اردو ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه او داسې ويل کېدل چې د دغه جګړې په ترڅ کې څو د ملي اردو پوځيان هم وژل شوي دي.
دى وايي په سر باندې ولاړو ځواکونو ته به هم چې کله د سپرليو موټر ورسېدل نو په ډېره تنده لهجه به يي درول او ورته وويل به يي: (( تيز تيز له خپلو موټرونو څخه ښکته شى موږ چې مړه کيږو تاسو دې هم مړه شئ)) له دې سره به ټول له موټر څخه ښکته شول او د تپې په سر ناست ټولي مشر به غږ کړل ( دلته راشئ) سپرلي به ټوله ورغله او له دوى به يي غوښتل ترڅو په خپلو کليو کې طالبان پرې نه ږدي او که له هرکوره يا کلي پر دوى ډزې وشي نو د دې قومندان په وينا د لوړو چارواکو له امر سره سم به يې په ټول کور او کلي باندې بريد کوي.
نوموړى زياتوي چې تر نيم ساعت به دې د اردو قومندان له ځان سره کيښنولي وو خو له ده څخه شل متره وړاندې د ملي اردو دوه رينجر موټر ولاړ وو او هر موټر به چې د دوى له څنګه تېره په ډېره تونده لهجه به يي په دري ژبه به د مور او خور ښکنځلې ورته کولې.
نوموړى وايي چې په موټرو کې ناستو سپرليو به له ډاره دوى ته کتلى هم نه شوى که چېرته به چا دوى ته وکتل نو له موټر څخه به يې ښکته کاوه او تر کونداغونو به يې لاندې کړ او سخت به يي وواهه.
د دغه سيمي يو بل اوسيدونکى او د ښوونځي زده کوونکي محمد طارق وايي چې له دوى سره هم څو اونۍ وړاندې ورته چلند شوى. نوموړى زياتوي موږ هم له کابل څخه د ولسوالۍ پر لور روان وو چې د ګلدانو په سيمه کې ملي اردو ودرلو او له موټرو نه يي ښکته کړو.
دى وايي چې اردو ورته ويل چې د دوى دوه تنه پوځيان د ماين په چاودنه کې وژل شوي او عاملين يي تاسو ياست. طارق وايي چې دوى به ځوانان وهل او پر سپين ږيرو به يي سينه کشي کوله.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي د پيښې په اړه بې خبري ښيي او وايي چې تراوسه دوى ته د داسې پېښو په اړه کوم شکايت په رسمي ډول نه دى رسيدلى. خو د وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي چې دوى ته مخکې هم د دې ډول پېښو په اړه شکايتونه ورسيدلي وو. نوموړى وايي دوى دغه موضوع هغه وخت هم له امنيتي ارګانونو سره شريکه کړې وه او که چيرې کوم سرتيرى مجرم وپيژندل شي قضايي ارګانونو ته به يې وروپيژني.
د چک ولسوالى اوسيدونکي له دولت څخه شکايت کوي او وايي چې هېڅ د دوى ستونزو ته يي پام نه دى او نه هم سرپرې خوږوي. دوى وايي که چيرته دولت د دغه ډول کړنو مخه ونه نيسي نو په دې سېمه کې به خراب امنيتي وضعيت نور هم خراب شي.



